CRI Online

لي که چيانګ د بلغارستان له صدراعظم بويکو بوريسوف سره يوه ګډه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-06 20:22:32

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جولای په شپږمه نېټه د چين صدراعظم لي که چيانګ د بلغارستان په پلازمينه صوفيه کې د دغه هېواد له صدراعظم بويکو بوريسوف سره يو ځای د خبريالانو پ،ښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخيزو خبرو اترو د پايلو لوړه ارزونه وکړه او د څواړخيزې غوښتنې او ازادې سوداګرۍ د ساتلو او له پروټيکشنيزم او سوداګريزو شخړو د مخالفت کولو په ترڅ کې لي که چيانګ وويل، چين به هيڅکله د نورو هېوادونو پر وړاندې لومړی سوداګريزه شخړه او جګړه پيل نه کړي، خو که کومه خوا د مالياتو د زياتوالي له لارې سوداګريزه جګړه پيل کړي، چين به ور ته انتقامي او ځوابي تدبيرونه ونيسي. د چين دا کړنه د خپلو ګټو او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د اصولو د ساتلو په موخه ده. هيڅ کومه خوا به په سوداګريزه جګړه کې بريالی نه شي، نه يوازې د دواړو هېوادونو تصدۍ او مشتريان به له زيانونو سره مخامخ شي، بلکې له دې امله به د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا جريان وځنډېږي. هر څنګه چې بهرني حالات بدلېږي، چين به په ټينګار سره اصلاحات ژور کړي، ورخلاصون به پراخ کړي او د اقتصاد د سالم او ثابت پرمختګ د ساتلو لپاره به هڅې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای