د چين د دولتي شورا او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي پر ځايي وخت د جولای په شپږمه نېټه د اطريش په ويانا کې د ايران د ذروي مسئلې په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو په اړه د اروپايي ټولنې له عالي رتبه استازې فېډېريکا موغيريني سره وکتل.
له نوموړي سره په خبرو کې وانګ يي وويل، چې د نړيوالو تزلزلو اوضاعو په وړاندې، چين او اروپايي ټولنه بايد د څواړخيزې غوښتنې او د ازادې سوداګرۍ نظام د ساتنې په باره کې پر ګډو نظريو او ګټو ټينګار وکړي. د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو شلمه غونډه چې په روانې مياشت کې به تر سره شي، د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ ده. دواړه خواوې بايد د دغې غونډې د برياليتوب لپاره ګډې هڅې وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |