CRI Online

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لاوروف سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-07-06 20:36:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ځايي وخت د جولای په ۶مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اطريش په ويانا کې د ايران د اټومي مسئلې په اړه د خارجه وزيرانو په غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د روسيې له خارجه وزير سيرګي لاوروف سره ليدنه وکړه.

وانګ يي وويل، په تېره مياشت کې د روسيې ولسمشر پوټين له چين څخه ليدنه وکړه او د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې يې ګډون وکړ. د چين او روسيې ترمنځ هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو نوی پرمختګ موندلی دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر پوټين ترمنځ نژدې تبادله او دوستي تل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره د لارښوونې اغېزه لري. دواړه خواوې بايد په بېجينګ ليدنه کې د دواړو مشرانو موافقه پلې کړي، بايد په سږ کال کې د دواړو مشرانو د تګ راتګ لپاره چمتو ونيسي، بايد په بېلا بېلو ډګرونو او نړيوالو چارو کې د دوو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ژورې کړي، بايد په پېچلو نړيوالو حالاتو کې څواړخيزه غوښتنه ټينګه کړي، نړيوال مقررات او د دوو هېوادونو ګډې ګټې دې وساتي.

د ايران اټومي مسئلې په اړه يادو وزيرانو وويل چې د ايران هراړخيز تړون بايد مراعات شي، نړيوال مقررات او د بېلا بېلو هېوادونو ګټې دې وساتل شي. چين او روسيه به هڅې وکړي چې د ايران اټومي مسئلې په اړه د خارجه وزيرانو غونډه څرګند سياسي پيغام خپور کړي او برياليتوب تر لاسه کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای