CRI Online

شي جين پينګ اړوندو ادارو ته هدايت کړی چې د تايلنډ په فوکيت ټاپو کې د چپه شوو بيړيو سپرلي وژغوري

cri     (GMT+08:00) 2018-07-06 21:11:07

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د جولای د ۵مې نيټې د مازديګر په شپږو بجو او ۴۵ دقيقو دوه بيړۍ چې پکې چينايي سيلانيان سپاره وو، د تايلنډ په فوکيت ټاپو کې د سخت باران له امله اوبوبل لوري ته وړې چې له امله يې په ۱۲۷ چينايي سيلانيانو کې ۱۶ تنه مړه شوي، ۳۳ تنه ورک دي او ۷۸ تنه ژغورل شوي دي.

له دغې پيښې وروسته د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ مهم هدايت ورکړل چې د چين خارجه وزارت او په تايلنډ کې د چين سفارت بايد کارونه تر سره کړي او د تايلنډ له حکومت او اړوندو څانګو څخه يې غوښتنه کړې چې تر وسې پورې ورک شوي کسان پيدا کړي او د ټپيانو درملنه وکړي. د چين د کولتور او سيلانۍ وزارت بايد اړوند همکاريز کارونه تر سره کړي. شي جين پينګ وويل چې اوس د دوبي وخت دی چې په دغه موسم کې بهر ته د سفر کوونکو شمير زيات وي او په ځينو ځايونو کې د باران له امله سيلابونه رامنځته کيږي، نو اړوندې څانګې بايد د خطرونو وړاندوينې وکړي، د امنيت د څارنې او نظارت کولو او له بيړني حالت سره د مقابله کولو کارونه بايد پياوړي کړي او په واقعي توګه دې د خلکو امنيت وساتي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي، د چين صدراعظم لي که چيانګ هم اړوندو ادارو ته مهم هدايت کړی چې تر وسې پورې ورک شوي سيلانيان ولټوي، د ټپيانو درملنه وکړي او نور اړوند کارونه تر سره کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای