CRI Online

د پاکستان اقتصاد پوه، د امريکا سوداګريز جنګ به د نړيوالې ټولنې ملاتړ تر لاسه نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-06 21:14:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جولای له ۶مې نيټې څخه امريکا د ۳۴ ميليارډو امريکايي ډالرو په اندازه پر چيني توليداتو ۲۵فيصده ګمرکي ماليات زيات کړل. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند په همدې ورځ وويل امريکا د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اصولو څخه سرغړونه کړې او په اقتصادي تاريخ کې تر ټولو د لويې پيمانې سوداګريز جنګ يې پيل کړی دی. چين ژمنه کوي چې لومړې ډزه به ونه کړي، خو د ځان د مرکزي ګټو او د خلکو د ګټو ساتلو لپاره به په محدود ډول اړين ځوابي تدبيرونه غوره کړي. په دې هکله د پاکستان د پنجاب پوهنتون مشهور اقتصادي کارپوه پروفيسر امجد عباس مګسي وويل امريکا د سوداګريز جنګ تر سره کولو په شا خپل سياسي هدف لري، خو د نړيوالې ټولنې ملاتړ به تر لاسه نه کړي.

نوموړي وويل چې چين په نړيوالې سوداګرۍ کې تل پر همکارۍ، ګډو ګټو او ګډ پرمختګ ټينګار کوي. خو امريکا د ګمرکي مالياتو زياتوالي او اقتصادي بنديزونو په شمول يوه اړخيزه کړنه تر سره کوي او د ازادۍ سوداګرۍ نړيوال سيستم ته يې سخته منفي اغيزه رسولې ده. د ده په اند د چين او امريکا تر منځ په سوداګريز جنګ کې چين ښه رويه لري او خپل تدبيرونه د سوداګرۍ نړيوال سازمان له روحيې سره سم پرمخبيايي چې هرومرو به د نړيوالې ټولنې ملاتړ تر لاسه کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای