د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د خارجه وزارت وياند لو کانګ د جولای په ۶مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د بريکس هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ وزيرانو په اتمه غونډه کې چې د جنوبي افريقا په جونيس بورګ کې تازه تر سره شوه، د اړوند حالت په هکله مالومات ورکړل. هغه وويل په دغه غونډه کې په دې اړه يوه خپلواکه اعلاميه خپره شوه چې بريکس هېوادونه څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم ساتي، د يوې اړخيزې غوښتنې او له سوداګرۍ ساتي غوښتنې سره مخالفت کوي، د سوداګرۍ نړيوال سازمان له غړيو څخه غوښتنه کوي چې د دغه سازمان د اصولو مرعات وکړي، د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم د ساتلو ژمنې پوره کړي او په ګډه د دغه سازمان او د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم په وړاندې له سختو ننګونو سره مقابله وکړي.
وياند لو کانګ وويل چې دغه غونډه د جولای له ۲۵مې نيټې څخه تر ۲۷مې نيټې پوري په جونيسبورګ کې د بريکس هېوادونو د مشرانو تر منځ د کتنې په ترڅ کې د اقتصادي او سوداګريزو خبرو په موخه تر سره شي، دغه غونډه په داسې وخت کې تر سره کيږي چې د اقتصاد او سوداګرۍ په پيچلو نړيوالو حالاتو کې يو ځل بيا يو اړخيزې غوښتنې او سوداګرۍ ساتي غوښتنې راټولکيدلي دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |