CRI Online

وانګ يي د ايران د ذروي مسئلې په اړه د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-07-07 15:57:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جولای په ۶مه نېټه، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په ويانا کې د ايران د ذروي مسئلې په اړه د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ. دغه غونډه د ارپايي ټولنې د ديپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړ پوړې استازې فيدريکا موغيريني په مشرۍ تر سره شوه چې د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف، د روسيې خارجه وزير سيرګي لاوروف، د فرانسې خارجه وزير جيان يفس ليدريان، د جرمني خارجه وزير هېکو ماس او د بريتانيا خارجه وزير اليستاير بورټ هم پکې ګډون کړی و.

وانګ يي وويل، چې د ايران د اټومي مسئلې هراړخيز تړون د ټولو ګډون کوونکو هېوادونو له خوا لاسليک شوی او د م م د امنيت شورا لخوا تاييد شوی، دا تړون د څو اړخيزې غوښتنې مهم برياليتوب او د توپيرونو د سوله ييز حل يوه نمونه ده. د تېرو دريو کلونو له عملونو څخه دا څرګنده شوې چې دغه تړون نه يوازې د ايران ذروي بحران حل کړی بلکې د اټومي وسلو د ناخپرېدا سيستم په ساتلو کې يې مثبت رول لوبولی. د دغه تړون ساتل او عملي کول د نړيوال قانون، د م م د صلاحيت، د اټومي وسلو د ناخپرېدا نړيوال سيستم او د لاسليک کوونکو هېوادونو د اعتبار د ساتلو معنا لري.

د غونډې برخوالو استازو وويل، چې د امريکا لخوا له هراړخيز تړون څخه وتل او د يو اړخيزو بنديزونو لګول له خپلو کړو ژمنو، نړيوال قانون او د تړون له مقرراتو څخه سرغړونه ده.

يادې غونډې په پای کې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای