د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جولای په ۷مه نېټه، په ګوی يانګ ښار کې د ايکولوژيکي تمدن د نړيوال فورم د ۲۰۱۸ کال کلنۍ غونډه د ګوی جو ولايت په ګوی يانګ ښار کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يادې غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه.
شي جين پينګ په دې پېغام کې دې ته اشاره کړې چې د ايکولوژيکي تمدن ابادي د انسانانو په راتلونکې پورې اړه لري، د شين کور ابادي د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ګډ خوب دی. نړيواله ټولنه بايد د همکارۍ د پياوړتيا او د ګډو کوښښونو له لارې د طبيعت د درناوي او شين پرمختګ په بڼه ايکولوژيکي سيستم جوړ کړي او د ګردې کرې د دواملرونکي پرمختګ لپاره دې ګډې هلې ځلې وکړي.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين د ايکولوژيکي چاپيريال ساتلو ته په درنه سترګه ګوري او دا مفکوره لري چې ښه چاپيريال د شتمنۍ سرچينه ده، او د انسانانو او طبيعت ترمنځ همغږي غوښتي او د شين او دواملرونکي پرمختګ پر لارې ټينګار کوي. موږ هيله لرو چې له نړيوالې ټولنې سره يو ځای تر ۲۰۳۰ کال پورې د دواملرونکي پرمختګ اجنډا په پوره توګه عملي کړو او په ګډه يوه پاکه او ښکلې نړۍ اباده کړو.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |