د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جولای په ۶مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په ويانا کې د ايران د ذروي مسئلې په اړه د خارجه وزيرانو په غونډه کې له ګډون وروسته له چيني خبريالانو سره مرکه وکړه.
وانګ يي وويل، چې دغه غونډه د ايران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون د راتلونکي په مناسبت يوه مهمه او وختي غونډه ده. ګډون کوونکو مسئولانه پريکړه غوره کړې او يوه مهمه ګډه اعلاميه يې خپره کړې کوم چې اصلي محتويات يې د هراړخيز تړون مراعات کولو ته دوام ورکول، له نړيوال قانون څخه د سرغړوونکو يو اړخيزو بنديزونو پر ضد مخالفت کول او د اټومي وسلو د ناخپرېدا نړيوال سيستم اغېزمن ساتل دي.
وانګ يي وويل، چين د ايران د ذروي مسئلې په هکله پر لاندني ۵ فقره ييز وړانديز ټينګار کوي:
لومړی، د نړيوالو اصولو او مقرراتو مراعات دې وشي. د نړيوالو تړونونو مراعات کول د نړيوال قانون بنسټيز مفهوم دی، په تيره بيا لوی هېوادونه بايد نمونوي رول ولوبوي او اعتبار او مسئوليت دې ښکاره کړي.
دوهم، د ايران د اټومي مسئلې هراړخيز تړون دې عملي شي. دغه تړون د م م د امنيت شورا له خوا تصويب او تاييد شوی نړيوال تړون دی، نو بېلا بېلې خواوې د دې تړون د جدي پلي کولو مسئوليت لري. د تېرو دريو کلونو له تمريناتو څخه څرګنديږي چې دغه تړون نه يوازې د ايران ذروي بحران حل کړی، بلکې د اټومي وسلو د ناخپرېدا نړيوال سيستم په ساتلو کې يې مثبت رول لوبولی دی.
درېيم، د منځني ختيځ ثبات دې وساتل شي. اوسمهال د منځني ختيځ حالات په کليدي مرحله کې دي. که هراړخيز تړون مداوم نه شي، د منځني ختيځ پر راتلونکو حالاتو به نه اټکل کېدونکې منفي اغېزې رامنځته شي.
له يو اړخيزو بنديزونو څخه بايد لاس واخيستل شي. د چين په شمول د نړيوالې ټولنې قانوني او موجه حقوق بايد په رښتيني ډول وساتل شي.
پنځم، پر خبرو اترو او سلامشورو دې ټينګار وشي. هر ډول مسئلې او توپيرونه بايد د خبرو اترو له لارې حل شي، د مقابلې او نښتې لارې بری نه شي تر لاسه کېدلای.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |