د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د تايلنډ په سونګکرا کې عمومي قونسلګرۍ د جولای په ۶مه نېټه خبر ورکړ چې د ژغورنې د تازه معلوماتو له مخې، د تايلنډ په پهوکيټ ټاپو کې د ۲ بېړيو د ډوبېدو په پېښه کې له ۱۲۷ چينايي سيلانيانو څخه ۷۸ تنه ژغورل شوي او د ۱۶ تنو مړينه تاييد شوې ده.
د تايلنډ د ژغورونکې څانګې د خبر له مخې، د دې پېښې له امله چې د جولای په ۵مه نېټه د پهوکيټ ټاپو په نژدې سمندرګي سيمه کې ۲ بېړۍ ډوبې شوې، ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۲ تنه ورک دي.
د تايلنډ صدراعظم پرايوس چان اوچا د جولای په ۶مه نېټه د دې پېښې د وژل شويو کسانو په مناسبت تعزيت او خواخوږي څرګنده کړه او له ځايي حکومتي ادارې څخه يې د ژغورونې کارونو د مناسبو ترتيباتو جدي غوښتنه وکړه.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |