CRI Online

د تايلنډ په فوکيت ټاپو کې د بيړيو د چپه کېدو له مله ۳۸ تنه مړه شول

cri     (GMT+08:00) 2018-07-07 16:11:17

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د تايلنډ د نظامي ژغورونکو د خبر سره سم د جولای د ۷مې نيټې تر غرمې وروسته په فوکيت ټاپو کې د بيړيو دچپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۳۸ تنه مړه شوي دي. د دغه هېواد صدراعظم پرايوس چان اوچا په همدې ورځ اړوندو څانګو ته هدايت وکړ چې تر وسي پورې ورک شوي کسان پيدا کړي او همدارنګه حکم يې کړی چې په فوکيت کې د ژغورنې د قومندانۍ مرکز دې جوړ شي.

پر ځايي وخت د جولای د ۵مې نيټې له غرمې وروسته دوې بيړي چې په کې د ۱۲۷ تنو چينايي سيلانيانو په شمول ۱۳۳ تنه سپاره وو، په فوکيت او کومای تهون ټاپوګانو کې اوبو څپو بل لوري ته وړې او چپه شوې.

په تايلنډ کې د چين د سفارت مستشار او عمومي قونسل لي چون لين په ۶مه نېټه د سفارت کاري ګروپ په لارښوونه قوکيت ته ورسيد او په سونګخلا کې د ځايي عمومي قونسلګرۍ له کاري ګروپ سره يو ځای يې د تايلنډ له اړوندو ژغورونکو څخه ليدنه وکړه او ځايي اړوندو څانګو ته يې د ژغورنې غوښتنه وړاندې کړه. د چين د خارجه وزارت په مشرۍ د څو وزارتونو کمېسيون کاري ګروپونه د ۷مې نيټې په سهار وختي هم فوکيت ته رسيدلي دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای