CRI Online

د امريکا لخوا پيل شوی سوداګريز جنګ د ټولې نړۍ د عمومي نفرت سبب شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-07-07 18:09:04

امريکا د جولای په ۶مه نېټه په رسمي توګه د څلور دېرش مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چينايي توليداتو د پنځه ويشت سلنې نورو مالياتو په اخيستلو شروع وکړه. دا د انسانانو په اقتصادي تاريخ کې د ترټولو لويې پيمانې سوداګريز جنګ دی چې د ټولې نړۍ د عمومي نفرت سبب شوی. د ځينو هېوادونو کارپوهانو، چارواکو او خبري رسنيو په جلا جلا توګه د ټرمپ حکومت سوداګريزې تګلارې وغندلې او د دغو تګلارو د نتيجو په هکله انديښنې يې څرګندې کړې او ويې ويل چې د امريکا د لومړي مقام په اړه د ټرمپ تګلاره به ناکامه شي.

د سوداګريز جنګ اغيزې د ۲۰۰۸ کال د نړيوال پولي بحران ته ورته دی

په هاسپنيا کې د چيني تګلارو د څارنې مرکز منشي هوليو ريوس د جولای په ۶مه نېټه وويل امريکا غواړي چې د سوداګريز جنګ له لارې شخصي ګټې ډېرې او پراخې کړي او د ځان د نړيوال تسلط مقام ټينګ کړي تر څو د چين له پرمختيا سره مقابله وکړي. هغه وويل چې د دغه سوداګريز جنګ په ۲۰۰۸ کال کې د امريکا د پورونو مسئلې له امله د پيل شوي نړيوال پولي بحران له اندازې سره برابر دی او د ټولې نړۍ اضطراب سبب دی.

د بريتانيا د پولي ټايمز ورځپاڼې د خبر له مخې، د دغه هېواد د مرکزي بانک مشر په خبرداري ورکولو سره وويل چې يو هراړخيز سوداګريز جنګ به د ټولې نړۍ اقتصادي پرمختيا باندې منفي اغيزې وکړي.

سوداګريز جنګ به امريکا ته د چين په نسبت لا زيات تاوانونه ورسوي

د بي بي سي د څيړنې له مخې د چين او امريکا تر منځ په سوداګريز جنګ کې دواړه هېوادونه له ډېرو لويو خطرونو سره مخامخ دي، خو نه يوازې دغه دوه هېوادونه. د دي بي ايس د لومړي اقتصادي پوه تايمور بايګ وويل هراړخيز سوداګريز جنګ به په چين او امريکا د جي ډي پي انډول صفر اعشاريه پنځه ويشت کم شي، څرنګه چې په چين کې د جي ډي پي اندازه له شپږ سلنې څخه تر اووه سلنې پورې ده، په امريکا کې دغه اندازه له دوه سلنې څخه تر دري سلنې پوري دی، نو زموږ په نظر په امريکا کې لا سخت تاوانونه رامنځته کېدای شي. د ټولې نړۍ د برابرولو لاين به د سوداګريز جنګ تر اغيزو لاندې وي، نو په اخري ډول د امريکا مصرفوونکي به د شيانو اخيستلو لپاره لا زيات پيسې ولګوي.

سوداګريز جنګ به د سوداګريزو همکارانو د زياتوالي هڅې وکړي چې د تجارت د نړيوال کيدو يوه نوې څپه به پورته شي.

په هاسپنيا کې د چيني تګلارو د څارنې مرکز منشي هوليو ريوس وويل چې د نورو هېوادونو په وړاندې تر ټولو واقعي عمل دا دی چې د سوداګريزو همکارانو د زياتوالي له لارې خپل خطرونه جلا کړي. اټکل کيږي چې په اروپا او نورو مهمو اقتصادي هېوادونو او سازمانونو کې به په راتلونکې کې د چين او امريکا نه پر ته له نورو اقتصادي هېوادونو سره اقتصادي او سوداګريزې اړيکې پياوړې کړي. د چين، اروپا او جاپان په شمول د نړيوالو مهمو اقتصادي هېوادونو او سازمانونو تر منځ همکارۍ به لا نورې مهم ېوي.

د څيړونکو په اند اوسنی امريکا د ډالرو د ټينګې قوې او د لوړ ساينس او تخنيکونو چارو په صنعتي لاين کې د چين د لوی مصرفوونکي بازار او د سترو کارګرو د قوت پر بنسټ ايښودل کيږي چې په نړۍ کې لومړی مقام نيسي. که امريکا غواړي سوداګريز جنګ ته دوام ورکړي، د خپلو پانګو لاره او سرچينه به پر ځان بنده کړی. دغه راز د امريکا دغه تجارتي تګلارې په ټوله نړۍ کې د عمومي نفرت سبب شوی چې هرومرو به دغه هېواد د ټولې نړۍ لخوا ګوښه او منزوي شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای