د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا حکومت د جولای له ۶مې نيټې څخه د څلور دېرش مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چينايي توليداتو د پنځه ويشت سلنې نورو اضافي مالياتو په اخيستلو شروع وکړه. د امريکا د ځورونې دوکتورينو په هکله نړيوالې ټولنې سخته ناخوښي څرګنده کړې او انديښنې ښودلې چې د امريکا دغه کړنه به په ټوله نړۍ کې د صنعتي چارو د لاين او سوداګريز بهير کې لاسوهنې سبب شي او په نړيوال اقتصاد باندې به منفي اغيزې وکړي.
د جاپان د کورنيو چارو وزير سوګا يوشيهيدي په ۶مه نېټه وويل چې چين او امريکا په نړۍ کې لومړي دوه لوي اقتصادي هېوادونه دي چې د نړيوال اقتصاد د برابرې پرمختيا لپاره ستر اهميت لري. د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريز اصطحکاک به په نړيوال اقتصاد باندې منفي اغيزې وکړي.
د امريکا د پرچون خرڅلاو سوداګرانو ګډې ټولنې مشر ماتيو شای وويل چې د ګمرکي مالياتو زياتوالی به نه يوازې په امريکا کې ګومارنې ونه شي ساتلی، خو ورسره به د يو شمېر توليداتو بيې لوړې شي.
د امريکا د ماشينونو توليد سوداګرانو ټولنې مشر دينيس سلاتير وويل چې له چين څخه د واردېدونکو پرزو ګمرکي ماليات به زيات شي چې په دغه هېواد کې د توليد چارو اصلي بيې به زياتې شي، نو په دې چارو کې يو مليون دري لکه تنه کارکوونکي به د کارونو د لاسه ورکولو له خطرونو سره مخامخ شي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |