CRI Online

لي که چيانګ، د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا تر منځ د همکاريو لاسته راوړنې له اټکل څخه اوښتې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-07 20:30:08

د سين هوااژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جولای د ۷مې نيټې په سهار د چين صدراعظم لي که چيانګ د سوفيا په کولتوري ماڼۍ کې د منځنۍ ختيځې اروپا د هېوادونو له مشرانو سره د چين او د منځنۍ ختيځې اروپا د مشرانو تر منځ د کتنې او د اقتصادي او سوداګريز فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چين او د منځنۍ ختيځې اروپا هېوادونه د ورخلاصون او همکارۍ، مساواتو او سلامشورو او د ګډو ګټو تر لاسه کولو پر همکاريزې نظريې ټينګار کوي چې په شپږو کلونو کې د همکارۍ لاسته راوړنې له اټکل څخه اوښتې دي.

لي که چيانګ وويل چې په تېرو شپږو کلونو کې هر کال د چين او د منځنۍختيځې اروپا د شپاړسو هېوادونو تر منځ سوداګريز ارزښت ۶اعشاريه ۵ سلنه زيات شوی چې له ۴۰ بليارډو څخه نژدې ۷ بليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی او دوه اړخيزې پانګونې يې تر منځ په ثابته توګه پرمختګ شوی . د بنسټيزو تاسيساتو جوړول او راکړې ورکړې يې تر منځ په منظم ډول رواني دي چې د دواړو خواوو تر منځ نژدې د ۹زره اورګاډو تګ راتګ شوی، د منځنۍ ختيځې اروپا ته د تلونکو چينايانو شمير ۵چنده زياته شوې ده. د چين او د منځني ختيځې اروپا تر منځ په همکارۍ کې ګډې ګټې تر لاسه شوې چې ګډ پرمختګ هڅول شوی او د خلکو کټې زياتې شوې دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای