CRI Online

چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونه به د همکارۍ د پياوړتيا له لارې ګډه سمسورتيا او پرمختګ ومومي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-08 15:52:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جولای د اوومې نيټې په سهار د چين صدراعظم لي که چيانګ د بلغارستان په سوفيا کلتوري ماڼۍ کې د چين او منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو د مشرانو ترمنځ په اوومه غونډه کې ګډون وکړ.د دې ترڅنګ د منځنۍ او ختيځې اروپا د ۱۶ هېوادونو مشران هم په دې غونډه کې حاضر وو.دغه راز اروپايي ټولنې،اتريش، سويس، يونان ،بلاروس او د اروپا سمسورتيا او پرمختيا بانک د کتونکو په توګه په دې غونډه کې هم برخه اخيستې وه.

لي که چيانګ وويل چې چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونه تل په دوه اړخيزې همکارۍ کې د ور خلاصون او ګډ پرمختګ له اصولو سره سم په بېلا بېلو ساحو کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړي او همکاريز ميکانيزم يې لا بشپړ کړی او څو اړخيز پرانيستی همکاريز موډل يې جوړ کړی دی.

هغه په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې اوس په نړيوال وضعيت کې ناثباتوالی عوامل د ډېرېدو په حال کې دي ، خو سوله او پرمختګ د اوسنۍ زمانې عمده موضوع ده.رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۸ کال لپاره د بو او د اسيايي فورم په کلنۍ غونډه کې هغه نيت ښودلی چې چين به نړيوالو ته خپله دروازه لاخلاصه کړي .چين به په دوامداره توګه په راتلونکې کې د سولې او پرمختګ پر لور او د ګډو ګټو پربنسټ به د ګډو برياليتوبونو پر پرانيستې ستراتيژۍ ټينګار وکړي او له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای به د نوي ډول نړيوالو اړيکو د ټينګولو او د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي .چين د دې هر کلی کوي چې بېلا بېل هېوادونه به له چين سره پرمختيايي فرصتونه شريک کړي.

صدراعظم لي که چيانګ د نوموړو ۱۶ هېوادونو او چين ترمنځ د همکارۍ په هکله خپل وړانديزونه کړي دي.

د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو برخه والو استازو په دوه اړخيزې همکارۍ کې د لاسته راوړنو لوړه ارزونه وکړه او د صدراعظم لي که چيانګ له خوا د وړاندی شويو همکاريزو وړانديزونو ستاينه يې وکړه او دوی د دې همکارۍ پر لرليد باور لري.

تر دې وروسته چين له يادو هېوادونو سره يو ځای د دوه اړخيزې همکارۍ مرامنامه خپره کړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای