CRI Online

لي که چيانګ د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو ترمنځ د اتمې دورې د اقتصادی او سوداګريز فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-07-08 16:04:36

سينهو اژانس دخبر له مخې د جولای د اوومې نيټې په سهار د چين صدراعظم لي که چيانګ د بلغارستان د سوفيا په کلتوري ماڼۍ کې د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو د ۱۶ هېوادونو له مشرانو سره يو ځای په ګډه د چين او منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو ترمنځ د اتمې دورې د اقتصادي او سوداګريز فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او وينايې وکړه.

لي که چيانګ وويل چې د چين او منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ همکارۍ له اوسني تمايل او د بېلا بېلو خواوو له ګټو سره سمون لري او خوځنده ځواک يې ښودلی دی . له وروستيو څو کلونو راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګريزه پيمانه په پر له پسې توګه پراخه شوې، دوه اړخيزې پانګونې په ثابت ډول زياتې شوې ، په بنسټيزو تاسيساتو کې دوه اړخيزې همکارۍ په منظم ډول پرمخ يوړل شوي او د ګډو ګټو پربنسټ ګډ برياليتوبونه تر لاسه شوي چې خلکو ته يې ګټې رسولي دي.

هغه زياته کړه چې د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا له ۱۶ هېوادونو ترمنځ همکارۍ د چين او اروپا ترمنځ د همکاريو يوه مهمه برخه ده او د اروپايي ټولنې د برابري پرمختګ او د اروپايي هېوادونو د يو ځای کېدو بهير لپاره ګټوره ده.دغه همکاريز ميکانيزم نه يوازې د چين او يادو هېوادونو ترمنځ داړيکو د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک زيات کړی او د چين او اروپا ترمنځ د هر اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د اړيکو د لا ټينګېدو لپاره يې نوی انجن برابر کړی دی.

هغه پردې ټينګار وکړ چې د پېچلي حالت پر وړاندې چين غواړي چې له يادو هېوادونو سره يو ځای يو د بل نيمګړتياوې پوره کړي او د دې همکارۍ د پياوړتيا لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

د چين او منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو د حکومتي او سوداګريزو ټولنو شاوخوا زر تنو په دې مراسمو کې هم ګډون وکړ.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای