د سينهوا اژاس د خبر له مخې د تايلنډ د پوکيټ ټاپو اداري مشر نوراپاټ پلودتونګ د جولای په اوومه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د دوو چين ژغورونکو ډلو په مرستې سره د ژغورنې کارونو سرعت چټک شوی چې له امله يې په همدې ورځ نور اته جسدونه پيدا شوي دي. تر اوسه د سيلانيزې بېړۍ د ډوبېدو له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۴۲ تنو ته لوړ شوی او ۱۴ کسان لاهم ورک دي.
د پوکيټ ځايي حکومت د پوکيټ په نړيوال هوايي ميدان کې داوطلب خدمتي مرکز جوړ کړی او له مړه شويو کسانو خپلوانو سره يې مرستې کړې او کوي يې.
د خبر له مخې د همدې ورځې په سهار د چين د ترانسپورټ وزارت په اړه د لسو تنو په ګډون ژغورونکې ډله او د ځه جيانګ ولايت له های نينګ ښار څخه راغلي اووه تنه ژغورونکي ياد ځای ته رسيدلي او له تالنډي کارکوونکو سره يې د ژغورنې په کارونو کې ګډون وکړ.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |