CRI Online

د امريکا او چين ترمنځ د سوداګريزې جګړې له امله به دواړه هېوادونه په پنځو برخو کې احتمالي تر لاسه کېدونکې ګټې له لاسه ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-08 16:14:46

د روان کال له مارچ راهيسې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزې کشالې سختې شوې دي چې له امله يې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې او نړيوال اقتصاد له ډېرو ننګونو سره مخامخ شوی دی. که سوداګريزه جګړه پيل شي، امريکا او چين به ترې زيانمن شي او په پنځو برخو کې به سترې ګټې له لاسه ور کړي. که بله مفکوره باندې تر غور وشي، دواړه خواوې به د ګډو هڅو او کوششونو له لارې په نړيوالې سوداګرۍ کې عجيب کارونه تر سره کړي.

که نه چين او امريکا به د سوداګريزې جګړې له امله په پنځو برخو کې احتمالي ترلاسه کېدونکې ګټې له لاسه ور کړي:

لومړی، دواړه هېوادونه به په راتلونکې کې ډېر همکاريز فرصتونه له لاسه ور کړي ،دوهم ،د دې سوداګريزې جګړې له امله به چين او امريکا په نړيوال صنعتي ځنځير کې سترې ګټې له لاسه ور کړي،درېيم ،د دې جګړې له امله به نړۍ د اقتصاد د بيا سمسورتيا او ښه والي ستر تاريخي فرصت له لاسه ور کړي ،څلورم، له څو کلونو راهيسې په نړۍ کې جوړ شوی نړيوال نظام او اصول به د يادې جګړې له امله خپل رول له لاسه ور کړي چې په پايله کې به نړيوال اقتصاد له تزلزل سره مخ شي. پنځم ، تر ټولو مهمه دا ده چې امريکا به له چين څخه اخيستل شوي بازاري ګټې له لاسه ور کړي.

خو که امريکا له دغې جګړې څخه لاس واخلي، نو چين او امريکا به په پنځو برخو کې عجيب کارونه جوړ او تر سره کړي.سوداګريزې کشالې د چين او امريکا او حتی د ګردې نړۍ لپاره هېڅ ګټې نه لري، نو ځکه که دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، پانګونې او نورو برخو کې لانژدې همکارۍ وکړي،امريکا به د چين له بازاري ګټو څخه برخمن شي او چين به امريکا ته د پانګونې لازيات فرصتونه برابر کړي .امريکا بايد د دې جګړې د حل وفصل لپاره بله مفکوره تر غور لاندې ونيسي،دواړه هېوادونه په پنځو برخو کې نوی عجيب کارونه تر سره کړي: لومړی ، چين به له امريکا څخه د عصري تخنيکي توليداتو واردات زيات کړي.دوهم ، چين او امريکا به په ګډه ډيجټلي اقتصاد پرمخبوزي، درېيم ،د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې خبرې اترې به چټکې شي ، څلورم، د يو کمربند او يوې لارې په نوم دوه اړخيزې همکارۍ به پياوړې شي ، پنځم ،د ازادې سوداګرې تړون په هکله خبرې اترې به پرمخ يووړل شي.

له دې څخه ښکاريږي چې که امريکا خپله مفکوره بدله کړي، د ۲۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت منفي توازن به له منځه يوسي چې ور سره دوه اړخيزې سوداګرۍ به لا پرمختګ ومومي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای