CRI Online

د جاپان، امريکا او کوريا جمهوريت د خارجه وزيرانو په غونډه کې پر دې ټينګار شوی چې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو په چارو کې دې نژدې همکارۍ وشي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-08 16:35:38

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا خارجه وزير ميک پومپيو د کوريا له ديموکراتيک ولسي جمهوريت څخه له ليدنې وروسته د جولای په ۸مه نېټه په توکيو کې د جاپان، امريکا او کوريا جمهوريت د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ. پومپيو، د جاپان خارجه وزير تارو کونو او د کوريا جمهوريت خارجه وزير کانګ کيونګ وهه وويل چې دريواړه هېوادونه به سره ټينګې همکارۍ وکړي تر څو له کوريا ټاپووزمې څخه ذروي وسلې پاکې کړي او بالستيک توغندی ليرې کړي.

د جاپان لومړي وزير شينزو ابي د ۸مې نيټې په سهار په خپل دفتر کې له پومپيو سره خبرې اترې وکړې. شينزو ابي وويل چې د ديموکراتيکې کوريا د ذروي وسلو، توغنديو او د تښتول شوو چاپاني اتباعو مسئلو حلول د جاپان او د دې سيمې د سولې او ثبات لپاره ډېرې مهمې دي.

وروسته د دريواړو هېوادونو د خارجه وزيرانو په غونډه کې پومپيو ديموکراتيکې کوريا ته د خپل سفر په هکله مالومات ورکړل او ويې ويل چې په دغه هېواد کې له ذروي وسلو څخه د لاس اخيستلو د مهال ويش په برخه کې ځيني پرمختګونه تر لاسه شوي دي. دريواړو خارجه وزيرانو پر دې ټينګار وکړ چې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د ټولو بالستيکو توغنديو د ليرې کولو لپاره به دريواړه هېوادونه د امريکا او د ديموکراتيکې کوريا د مشرانو تر منځ د ملاقاتو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په پای کې به په دغو ملاقاتونو کې وړاندې شوي هدفونه عملي کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای