د چين د اسهامو چارو د نظارت ادارې ويبپاڼې د جولای په ۸مه نېټه خبر ورکړ چې چين به د اې اسهامو په بازار کې د بهرنيو پانګوالو د ګډون اندازه پپاوړې کړي او د اړوندو مقرراتو د تعديل نامې په اړه به په همدې ورځ له ټولنې څخه نظرونه راغونډ کړي.
د تازه تعديل نامې له مخې په چين کي بهرني کارکوونکي او په بهر کې د ای اسهامو په بازار کې د ثبت شوو شرکتونو بهرني کارکوونکي چې د اسهامو ساتلو له لارې د هڅونې حيثيت لري، د اې اسهامو اکونت پرانيستلی شي.
د اې اسهامو اکونت د پرانيستلو ميکانيزم تعديل او بشپړتيا د چين د پانګو په بازار کې د پانګوالو، په دې بازار کې د پيسو د راجلبولو لارې پراخوالی، د پانګو بازار د خلاصولو اندازې د پياوړتيا او د نړيوال کيدو سويې د لوړوالي لپاره ستر اهميت لري.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |