CRI Online

په ترکيه کې له پټلۍ څخه د يوه اورګاډي د وتلو له امله لس تنه مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-09 10:10:17

د سينهوا اژانس د خبرله مخې د جولای په اتمه نېټه د ترکيې په شمال لويديځ تاکيرداګ ولايت کې له پټلۍ څخه د يوه اورګاډي د وتلو له امله تر اوسه پورې لس تنه مړه او ۷۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دې هېواد د ترانسپورټ څانګې په خبره په ياد اورګاډي کې ۳۶۲ تنه مسافرينو او شپږ تنه د اورګاډي خدمتګارانو شتون درلود .

د ياد ولايت والي خبري رسنيو ته وويل چې د دې پښې لامل د سخت باران د اورښت له امله د اورګاډي لار له ويجاړېدو سره تړاو لري.

تر دې پېښې وروسته ګڼ شمېر ژغورونکو او شاوخوا سلو امبولانسونو د پېښې ځای ته حرکت وکړ او ترکي پوځ هم د چورلکې په وسيله د ژغورنې په کارونو کې هم برخه اخيستې ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای