د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د جولای په ۸مه نېټه په بېجينګ کې په جلا جلا توګه د عرب ليګ د سرمنشي احمد عبدل ګيټ او د مصر له خارجه وزير سامح شوکری سره چې د وزيرانو په کچه د چين او عربي هېوادونو تر منځ د همکارۍ فورم په اتمه غونډه کې د ګډون لپاره چين ته راغلي، خبرې اترې وکړې.
وانګ يي له ګيټ سره د خبرو په ترڅ کې وويل چې چين بايد له عربي هېوادونو سره ستراتيژيکې همکارۍ ټينګې کړي، د خپلو مرکزي ګټو په اړوندو د مسئلو په حلولو کې دې يو له بل نه ټينګ ملاتړ وکړي او د دې سيمې او نړۍ د سولې او ثبات ساتلو لپاره دې وړ رول ولوبوي. دواړه خواوې بايد د پرمختګ ستراتيژي ونښلوي او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ له لارې دې يو د بل دايمي او ثابت همکاران وګرځي، د چين د چټکې پرمختيا په ترڅ کې رامنځته شوي فرصتونه دې شريک کړي او په عربي هېوادونو کې د اقتصاد د څو اړخيز کيدو او د صنعتي کيدو پرمختګ هڅونه دې وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |