CRI Online

په تايلند کې د چين سفارت د دې خبر پخلی وکړ چې ۴۱ چينايان په پوکيټ کې د سيلانيزې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-09 10:11:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په تايلند کې د چين سفارت د دې خبر پخلی وکړ چې د جولای د اتمې نيټې د سهار تر نهو بجو پورې ۴۱ چينايان د تايلند په پوکيټ کې د سيلانيزې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې مړه شوي دي. تر اوسه پورې د يادې پېښې له امله ۴۲ تنه مړه شوي او ۱۴ تنه نور لاتر اسه ورک دي.

د همدې ورځې په سهار دوو چيني ژغورونکو ډلو د ژغورنې په کارونو کې ګډون وکړ چې يوه يې د ۱۲ تنو په شمول د چين د ترانسپورټ وزارت د ګوانګ جو ښار ژغورونکې ډله ده او بله يې د وو ګونګ يانګ په نوم د چين له ځه جيانګ ولايت څخه راغلې ژغورونکې ډله ده.دغو ژغورونکو د اړوندو تجهيزاتو په وړلو سره د تالندي بېړۍ په وسيله د پېښې په ځای کې د ژغورنې کارونه پيل کړي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای