CRI Online

لي که چيانګ برلين ته ورسيد او د چين او المان ترمنځ د پنځم پړاو د مشورو مشري به وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-09 10:46:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جولای د اتمې نيټې په مازديګر د چين صدراعظم لي که چيانګ د المان صدراعظمې انګيلا ميرکل په بلنه په خپله ځانګړې الوتکه کې برلين ته ورسيد او له ميرکل سره يو ځای به د چين او المان ترمنځ د پنځم پړاو د مشورو مشري وکړي او له دې هېواد څخه به رسمي ليدنه هم پيل کړي.

لي که چيانګ وويل چې د چين او المان د نوې دورې حکومتونو د جوړېدو له نيم کال راهيسې د دواړو هېوادونو صدراعظمانو يو د بل هېواد ته سفرونه کړي چې له دې څخه د چين او المان ترمنځ دوستانه اړيکې او د خپلمنځيو همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډه هيله څرګنده شوې ده.حکومتي مشورتي ميکانيزم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيالوګ او د نظريو تبادلې يو ښه ډګر ګڼل کيږي چې کچه يې لوړه او پيمانه يې لويه ده او پکې ډېرې برخې شاملې دي، او په بېلا بېلو ساحو کې د دوه اړخيزې همکارۍ د پرمخبيولو لپاره مهم رول لوبوي.

لي که چيانګ به د خپل سفر په موده کې له ميرکل سره خبرې اترې وکړي، له خبريالانو سره به وګوري ، د چين او المان ترمنځ د همکاريز سند د لاسليکولو په مراسمو کې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تخنيکې همکارۍ په فورم او نورو فعاليتونو کې ګډون وکړي.سربېره پر دې هغه به د المان له ولسمشر فرانک والتير ستېنمير سره هم وګوري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای