د سين هوااژانس د خبر له مخې، په تايلنډ کې د چين سفارت د جولای په ۸مه نېته خبر ورکړ چې د دغه سفارت او د چين د حکومت د ګډې کاري ډلې او د تايلنډ د اړوندو خواوو تر منځ د همغږۍ کولو وروسته په فوکيت ټاپو کې د بيړۍ د ډوبېدو په پيښه کې د مړه شوو کسانو کورنيو ته د خدمت کولو مرکزونه جوړ شوی چې له دې پيښې وروسته د اړوندو چارو د حلولو کارونه به تر سره کړي.
د جولای د اتمې نيټې له غرمې وروسته په دغه پيښه کې د مړه شويو کسانو شمير ۴۲ تنو ته رسيدلی چې ۴۱ تنه چيني اتباع دي او ۱۴ تنه لا هم ورک دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |