CRI Online

چيني کارپوهان : د امريکا لخوا پيل شوې سوداګريزه جګړه نړيوال صنعتي ځنځير ته سخت زيانونه پېښوي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-09 15:02:13

امريکا د جولای په ۶ مه نېټه د چين پر۳۴ مليارډه ډالري توليداتو ګمرکي ماليات ۲۵٪ زيات کړل او سوداګريزه جګړه يې پيل کړه ، چين له دې امله مجبور شوی چې مقابلوي ګامونه پورته کړي. څو چيني کارپوهان په دې هکله وايي چې د امريکا لخوا پيل شوې سوداګريزه جګړه له اقتصادي اصولو سره سمون نه لري او نړيوال صنعتي ځنځير ته به سخت زيانونه پېښ کړي. !

ولې امريکا د اقتصاد په تاريخ کې بې سارې سوداګريزه جګړه پيل کړه؟ د جولای په اوومه نېټه په چين کې د ګوه شي په نوم يو فورم کې ګډون کوونکو کارپوهانو په دې هکله وويل، د امريکا هدف د دغه هېواد د سوداګريز کسر او نابرابرۍ له منځه وړل نه ،بلکې د چين د ستراتېژۍ مخه نيول دي. د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو سوداګريزو او اقتصادي همکاريو څېړونکی مې سين يو په دې هکله وايي ،اوس د امريکا اقتصادي وده مخ په ښه کېدو ده او د سوړوالي په پړاو کې نه ده، نو په داسې حال کې د سوداګريزې لخوا جګړې پيلېدل به امريکايان له روزګار او زياتو ګټو بې برخې کړي.

((د اقتصاد له لحاظه د امريکا لخوا پيل شوې سوداګريزه جګړه بيخي له اقتصادي اصولو سره سمون نه لري. د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز اصطکاک له آره د تسلط غوښتونکي امريکا لخوا د نوي مخ پر وده چين مخنيول دي او له دې څخه څرګنديږي چې د چين د مخنيوي په اړه د امريکا پخوانۍ تګلاره ناکامه شوې او مجوره شوې چې نوي پړاو ته داخله شي.))

چين پر خپلو توليداتو د امريکايي ګمرکي مالياتو د زياتېدو په مقابل کې په همدې ورځ په همدې پيمانې پر امريکايي توليداتو ګمرکي ماليات ۲۵ ٪ لوړ کړل. له امريکا سره د مقابلې لپاره د چين ټينګ هوډ څنګه پيدا شوی؟ د چين د شمېرنې ملي ادارې لخوا خپره شوې شمېرنه ښيي، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين په جي ډي پي کې ۶.۸٪ زياتوالی راغلی او وړاندوينه کيږي چې په دوهمه ربعه کې به جي ډي پي په منځني او ګړندي سرعت زياته شي. له جنورۍ نه تر مې پورې د چين د لويو صنعتي تصديو ګټې ۱۶.۵٪ زياتې شوي او د زياتوالي سرعت يې د لومړۍ ربعې په پرتله ۴.۹٪ ګړندی دی. دغه راز په ټول هېواد کې د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۱۱.۶۳۲۰ ټريليونو ژن مين بي يوانو يعنې ۱.۷۴ ټريليونو ډالرو ته رسيدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸.۸٪ زيات دی. د چين د نړيوالې سوداګرۍ ټولنې د کارپوهانو کمېټې د مشر مرستيال لي يونګ په دې اړه وايي، چې ثابته اقتصادي وده په سوداګريزه جګړه کې د ګډون لپاره تر ټولو مهمه سرمايه ده.

((که څه هم زموږ اقتصادي وده نوې مرحلې ته داخله شوې، خو اوسمهال دغه وده نسبتاً ثابته معلوميږي. د اقتصادي ودې موخه مو له ۶.۵٪ نه تر ۶.۹٪ پورې ټاکلې ده. زما په اند د سوداګريزې جګړې په بهير کې د اقتصادي ودې ټاکلې موخه يعنې لږترلږه ۶.۵٪ ساتل زموږ لپاره مهمه ده او دا به زموږ لپاره ستونزمن کار نه وي.))

د ۳۴ مليارډو ډالرو په ارزښت د چيني توليداتو په هغه ليست کې کوم چې امريکا پرې ګمرکي ماليات زيات کړي، ۵۹ ٪ په چين کې په بهرنيو تصديو پورې اړه لري چې پکې يوشمېر امريکايي تصدۍ هم شاملې دي. د چين د سوداګرۍ وزارت د څېړنيز مرکز د نړيوال بازار څېړونکی بای مينګ وايي، د اقتصاد د نړيوال کېدو په حال کې به د امريکا لخوا د سوداګريزې جګړې پيلېدل هرومرو د نړيوالې سوداګرۍ څو اړخيز سيستم ، نړيوال صنعتي ځنځير او د ارزښت ځنځير ته زيانونه ورسوي.

((د بېلګې په توګه په چين کې Apple موبايل فونونه د چين د فو شي کانګ شرکت لخوا توليديږي او ځيني اومه مواد يې د کوريا له جمهوريت ، جاپان، اروپا او هم له امريکا څخه واردوي. د امريکا بنديزونه به نه يوازې چين ته بلکې د اومو موادو توليدونکو ته هم سخت زيانونه ورسوي چې له امله به يې نړيوال صنعتي ځنځير سخت زيانمن شي، که صنعتي ځنځير تر منفي اغېزو لاندې راشي، نو د اقتصاد نړيوال کېدو بهير به له ډېرو ننګونو سره مخ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای