CRI Online

د ۲۰۱۸ کال لپاره د اسيا سوداګريز فورم په هانکانګ کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-07-09 15:44:41

د جولای په نهمه نېټه د ۲۰۱۸ کال لپاره د اسيا سوداګريز فورم په هانکانګ کې پرانيستل شو چې عمده موضوع يې د ابتکاري اقتصاد له لارې د غوره والي زياتول دي . څو برخه والو کارپوهانو او عالمانو د اوسني نړيوال حالت او د اسيا د ابتکاري اقتصاد د پرمختګ په باب بحث وکړ.

د هانکانګ د خاصې ادارې حکومت د نوښت او علومو او تخنيکونو څانګې مشر يانګ وي شونګ د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې د اسيا د چټک اقتصادي پرمختګ د پرمخبيولو کليدي برخه د ابتکاري علومو او تخنيکونو پرمختګ دی.د مصنوعي ځيرکتيا،روبوټ، پولي علومو او تخنيکونو اړوندو چارو په اسيا کې چټک پرمختګ موندلی چې له امله يې اسيا د ابتکاري علومو او تخنيکونو په برخه کې له واردوونکې سيمې څخه پر صادروونکې سيمې بدله شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې وروستيو کلونو کې د جنوب ختيځې اسيا ټولنې لسو هېوادونو او چين چې نه يوازې په نړې کې د پاملرنې وړ بازار ګڼل کيږي بلکې ګڼ شمېر ځوانان او ستر ابتکاري تخنيکي او توليدي توان لري.چين د يو لړ تدبيرونو په نيولو سره د ابتکاري علومو او تخنيکونو په برخه کې له يادې ټولنې سره همکارۍ پياوړې کړې او ښې پايلې يي تر لاسه کړې دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای