CRI Online

په ترکيه کې له پټلۍ څخه د اورګاډي د وتلو له امله ۲۴ تنه مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-09 15:54:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ترکيې د صدراعظم مرستيال رجب اکداګ د جولای په نهمه نېټه وويل چې د جولای په اتمه نېټه د دې هېواد په شمال لويديځ تېکيردګ ولايت کې له پټلۍ څخه د اورګاډي د وتلو له امله ۲۴ تنه مړه شوي دي.

نوموړي په يوه خبري ناسته کې وويل چې د ژغورنې کارونه د جولای د نهمې نيټې د سهار تر شپږو بجو پورې دوام درلود. تر اوسه پورې د دې پېښې له امله ۲۴ تنه مړه او ۳۱۸ تنه نور ټپيان شوي چې په دې جمله کې ۱۲۴ تنه سخت ټپيان دي چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای