CRI Online

چين د يو راکټ په وسيله په بريالۍ توګه د پاکستان دوه مصنوعي سپوږمکي وتوغولې

cri     (GMT+08:00) 2018-07-09 16:01:22

د سين هوااژانس د خبر له مخې، چين د جولای په ۹مه نېټه په جيو چيوان کې د مصنوعی سپوږمکيو د توغولو په مرکز کې د چانګ جنګ دويم بينګ په نوم د نقليه راکټ په وسيله په بريالۍ توګه د پاکستان کنټرولوونکې سپوږمکۍ لومړي نمبر او پاکتيس يو اې په نوم دوه مصنوعي سپوږمکي وتوغولې چې دواړه ټاکلي مدار ته داخلې شوې دي.

دا د پاکستان د مخابراتي سپوږمکۍ يو ار په نوم د مصنوعي سپوږمکۍ له توغولو وروسته د فضانوردۍ په ساحه کې د چين او پاکستان تر منځ يوه بله همکارۍ ده.

د پاکستان کنټروولونکي مصنوعي سپوږمکۍ لومړي نمبر د چين د فضايي تخنيکونو اکاډمۍ تر څارنې لاندې د دونګ فانګ هونګ د مصنوعي سپوږمکيو شرکت لخوا د پاکستان لپاره جوړې شوې چې د دغه هېواد د ملي حاکميت د سرچينو د څارنې، د چاپيريال ساتنې، د طبعي پېښو د نظارت او ادارې او د کرهنيزو توليداتو د توليد اندازو د ارزونې او په ښارونو کې د ابادۍ پلانولو په ساحو کې به ترې استفاده وشي. دغه مصنوعي سپوږمکۍ به په پاکستان کې د ملي اقتصاد د پرمختګ، د خلکو د ژوند د ښه والي، د ټولنې د پرمختګ لپاره اغيزمن رول ولوبوي او د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په شمول چارو ته د مالوماتو برابرولو په برخو کې خدمت او کار وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای