د سين هوااژانس د خبر له مخې، د تايلنډ د فوکيت دفتر مشر نورافات پلودتونګ د جولای په ۹مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل اوس د بيړۍ د دوبېدو په پيښه کې د ۴۱ مړه شوو کسانو جسدونه تر لاسه شوی او ۵تنه لا هم ورک دي .برسيره پر دې د تايلنډ سمندري پوځ وويل د فوينيکس بيړۍ به په ۹نېټه راوايستل شي او په دې اړه تياريانې بشپړې شوې دي.
نورافات وويل چې د تايلنډ او چين اړوندو خواوو دا تصديق کړې چې د فوينيکس په بيړۍ کې د سيلانيانو شمير ۸۹ تنه و چې ۳۷ تنه ژغورل شوي او ۱۱ تنه ورک دي. خو په ورک شويو کسانو کې په هوټل کې د مشتريانو د نومونوثبت له لارې دا معلومه او تصديق شوې چې ۵تنه ژوندي دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |