CRI Online

په نړيواله سوداګريزه جګړه کې به غلي لوري وروسته زيان وويني

cri     (GMT+08:00) 2018-07-09 19:21:30
په نړيواله سوداګريزه جګړه کې به غلي لوري وروسته زيان وونيسي

له جولاې میاشتې راهيسې، د ټرمپ حکومت لخوا رامنځته شوې سوداګريزه جګړه د بېلا بېلو هېوادونو له احتجاجي تدبيرونو سره مخامخ ده. تر دې وروسته چې کانادا او مکسيکو په جلا جلا توګه د ۱۲.۶ مليارډو او ۳ مليارډو ډالرو په ارزښت د امريکا پر صادراتو تعرفې لوړې کړې، چين د جولاې په ۶مه نېټه اړ شو د ۳۴ مليارډو ډالرو په ارزښت پر امريکايي صادراتو تعرفې لوړې کړې. په همدې ورځ روسيې هم پر امريکايي صادراتو د تعرفو د لوړولو اعلان وکړ.

شک نشته چې لا نور زيات هېوادونه به په دغه نړيواله سوداګريزه جګړه کې ورګډ شي، په داسې حال کې، هغه خواوې چې بې پرې او غلی سياست يې غوره کړی، بايد په دې پوه وي چې وروسته به د دې جګړې له امله زيان وکړي. د چين په اند، موږ بايد لاندې څوفقره ايز ټکی ترسره کړو.

لومړی، بايد د دښمنۍ سرچينه ياده شي. دا امکان شته چې د دې سوداګريزې جګړې په دوام سره به دا هېر شي چې جګړه چا پيل کړې. موږ بايد په ياد ولرو چې دغه جګړه د امريکا لخوا رامنځته شوې، د کانادا، مکسيکو او چين پر امريکايي صادراتو د تعرفو لوړولو تګلارې د امريکا له تګلارو په ځواب کې غورې شوې دي. دا څرګند اصل دی.

دوهم، بايد د ناظر دريځ غوره نه شي. په دغه جګړه کې هېڅ کتونکي او بې پلوه لوري نشته. درېيم، بايد له شا څخه ګوزار و نه شي. اوس چين د سوداګرۍ د يواړخيز کېدو له غوښتنې سره د مقابلې په سر کې دی، نه غواړي چې بل لوری پر چين د شا له خوا ګوزار وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای