CRI Online

د چين او امريکا د سوداګريز اصطکاک د اغېز کمونې اقداماتو په اړه د چين د سوداګرۍ وزارت د وياند څرګندونې

cri     (GMT+08:00) 2018-07-09 21:11:05

د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند نن دو شنبه( د جولای په ۹مه) د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريز اصطکاک اغېزو کمېدو لپاره د چين سياستونه تشرېح کړل.

نوموړي د چين له خوا پر شرکتونو د سوداګريز ټکر د اغېزو کمولو څرنګوالي ته په اشارې سره وويل: چين اړ دی چې د تعرفو اخېستلو لپاره د امريکا د اقداماتو په اړه غبرګون وښيي.

چين د امريکا د تعرفو ضد محصولاتو نوملړ څېړلو په بهير کې، د وارداتي محصولاتو د بدېل او په ټول کې پر پانګونې او سوداګرۍ يې اغېزې په پام کې نيولې او زموږ تدابير په لاندې ډول دي:

۱: پر شرکتونو د اغېزو څېړلو دوام

۲: هغه ګمرکي عوايد چې د تعرفو له اخيستلو څخه ترلاسه کېږي، په عمده ډول پر شرکتونو او کار کوونکو د اغېزو کمولو لپاره کارول کېږي.

۳: شرکتونه هڅوو چې د وارداتو د جوړښت په تعدېل سره، له نورو هېوادونو او سيمو څخه د سويا واردات، سمندري محصولاتو او موټرو واردات ډېر کړي.

۴: له بهرنيو پانګو څخه د اغېزمنې ګټې ترلاسه کولو او کيفيت لرونکې اقتصادي پراختيا د ودې، د شرکتونو له قانوني ګټو څخه د ساتنې پياوړتيا او د پانګونې لپاره د غوره چاپېريال رامنځ ته کولو لپاره د چين دولتي شورا نظرونو چټک عملي کېدل.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند زياته کړه: زموږ سياستونه د رغېدو په حال کې دي او له بېلا بېلو ټولنيزو ارګانونو څخه هم هرکلی کوو چې خپل نظرونه يې له موږ سره شريک کړي. هغه شرکتونه چې تر سختې اغېزمتيا لاندې راځي، کولای شي چې سيمه ييز دولت ادارو ته راپور ورکړي.

سالار

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای