CRI Online

د امنيت شورا د زور زياتي په نښتو کې د ماشومانو د خوندي ساتلو په اړه يو پرېکړه ليک تصويب کړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-10 09:30:59

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د امنيت شورا د جولای په ۹مه نېټه په موافقو رايو سره يو پرېکړه ليک تصويب کړ او د زور زياتي په نښتو کې پر ښکيلو خواوو يې سخته نيوکه وکړه چې په جګړه کې يې ماشومان ګمارلي، د جګړې په ترڅ کې يې ماشومان وژلي، ور باندې جنسي تېري کړي او يا ماشومان يې تښتولي دي.

دغه پرېکړه ليک د م م له ټولو غړيو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه: د هغو کسانو پلټنه او پرې دې دعوا وکړي چې د ماشومانو په مقابل عام قتل، بشري ضد جرمونه او يا جنګي جرمونه يې تر سره کړي دي. د دعوا او بندي کولو پر ځای پر هغو ماشومانو غير عدلي چلند وکړي چې له وسله والو ډلو سره تړاو لري. دغه پرېکړه ليک د نښتو په ترڅ کې يا د نښتو تر پای ته رسېدو وروسته د ماشومانو لخوا د ښوونې او طبي خدمتونو د منلو پر اهميت هم ټينګار کړی او د نښتو له ښکيلو خواوو څخه يې غوښتي چې د ماشومانو لخوا د بشري مرستو تر لاسه کولو ته اجازه ورکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای