CRI Online

لي که چيانګ د المان له صدراعظمې انګيلا ميرکل سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-07-10 09:32:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جولای د نهمې نيټې په سهار د چين صدراعظم لي که چيانګ په برلين کې د المان له صدراعظمې انګيلا ميرکل سره خبرې اترې وکړې.

لي که چيانګ وويل چې چين او المان په نړۍ کې عمده اقتصادي ډلې بلل کيږي او د اوسني پېچلي نړيوال حالت پر وړاندې بايد د دوه او څو اړخيزې همکارۍ له لارې په ګډه له ازادې او عادلانه سوداګرۍ څخه د ملاتړ او د عادلانه نړيوال نظام د ساتلو لپاره نړيوالو ته مثبت نيت وښيي تر څو نړيواله سوداګري پرمختګ وکړي او د نړيوال اقتصاد سمسورتيا په پر له پسې توګه رامنځته شي.

لي که چيانګ زياته کړه چې چين غواړي له المان سره يو ځای د متقابل درناوي، مساواتو او عادلانه سيالۍ روحيې په لرلو سره دوه اړخيزو اړيکو ته پرمختګ ور کړي او د ګډو ګټو پربنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي .چين هيله لري چې د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو ترمنځ شلم ملاقات ښه پايله ولري او د چين او اروپا ترمنځ د پانګونې تړون په هکله خبرو اترو کې د لاسته راوړنو د ترلاسه کولو لپاره له المان سره ګډې هڅې وکړي.

ميرکل وويل چې په اوسني نړيوال حالت کې په اقتصاد، سوداګرۍ او تخنيکونو کې دوه اړخيزې همکارۍ او په دې هکله د نظريو تبادلې ډېراهميت لري.المان په دوه اړخيزې همکارۍ کې د چين د ورخلاصون د پراخوالي تدبيرونو د پلې کېدو او په المان کې د چيني تصديو د پانګونې هر کلی کوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای