CRI Online

د ترکيې ولسمشر د رئيس شي جين پينګ له ځانګړي استازي سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-10 09:32:52

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جولای په ۹مه نېټه د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له ځانګړي استازي او د کلتور او سيلانۍ له وزير لو شو ګانګ سره وکتل چې د ولسمشر په توګه د ده د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ترکيې ته تللی دی. .

ښاغلي لو شو ګانګ ولسمشر اردوګان ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې وړاندې کړلې او پرې دې يې ټينګار وکړ چې چين له ترکيې سره خپلو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له ترکيې سره په ګډو هڅو د دوو مشرانو لخوا تر لاسه شوې مهمې موافقې پلې کړي، په بېلا بېلو ساحو کې د متقابلو ګټو پر بنست همکارۍ ژورې کړي او د چين او ترکيې ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو ته لا نور پرمختګونه ورکړي.

ولسمشر اردوګان د لوړې په مراسمو کې د ځانګړي استازي د لېږلو له امله له رئيس شي جين پينګ څخه مننه څرګنده کړه او له ځانګړي استازي لو شو ګانګ څخه يې وغوښتل چې رئيس شي جين پينګ ته د ده سلامونه وسپاري. هغه وويل چې ترکيه د چين په شان د دوو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته زياته پاملرنه کوي او هيله لري چې له چين سره په ګډو کوښښونو سره په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ ژورې کړي او لا لوړې سويې ته دوه اړخيزې اړيکې پرمخ بوزي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای