د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکريتر ديميتري پېسکوف د جولای په ۹مه نېټه څرګنده کړه چې روسيه او امريکا اوس د دوو مشرانو ترمنځ د کتنې لپاره د سندونو په تبادله کولو بوخت دي.
د روسيې تاس اژاس په همدې ورځ خبر ورکړ چې د ښاغلي پېسکوف په قول د يادو سندونو محتويات په بېلا بېلو مسئلو کې د دوو ولسمشرانو د دريځونو په باره کې دي. پېسکوف وويل چې د ديپلوماتيکو دودونو له مخې روسيې او امريکا د دوو ولسمشرانو ترمنځ د کتنې لپاره په اړوند چمتوالي پيل کړی دی. اوس دواړه خواوې د دريځ سندونو په تبادله کولو بوختې دي. له دې جملې څخه د بېلو دريځونو لرونکې مسئلې هم شاملې دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |