CRI Online

د چين او روسيې ۵م نندارتون پرانيستل شو.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-10 09:35:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جولای له ۹مې نه تر ۱۲مې نېټې پورې د چين او روسيې ۵م نندارتون د روسيې په ايکترينبورګ ښار کې تر سره کېږي. د دغه نندارتون عمده موضوع نوی پيل، نوی فرصت او نوې راتلونکې ده. سږنی نندارتون د چين او روسيې ترمنځ تر ټولو د لوړې کچې او لويې پيمانې لرونکي نندارتون په توګه څه باندې ۳۵۰ تصدۍ راجلبې کړې چې له دې جملې څخه ۱۸۰ چيني تصدۍ دي او د نندارتون عمومي مساحت له ۵ زرو مربع مترو نه اوښتی دی.

د نندارتون په ترڅ کې د دوو هېوادونو د حکومتونو او تصديو استازي به د پولي چارو، کرنې، ځنګلدارۍ، الکترونيکي سوداګرۍ، ترانسپورټ، د مالونو لېږد رالېږد، تخنيکي نوښت، د تجهيزاتو جوړولو او د محلي حکومتونو ترمنځ د همکارۍ په شمول پر زياتو موضوعاتو ژور بحث وکړي او يو د بل سره د نظريو تبادله به وکړي. دغه راز د همکارۍ يو لړ هوکړه ليکونه به هم لاسليک شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای