CRI Online

لي که چيانګ د جرمني له لومړۍ وزيرې انګيله ميرکل سره په يوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-07-10 10:04:23
لي که چيانګ د جرمني له لومړۍ وزيرې انګيله ميرکل سره په يوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جولاې د ۹مې نېټې په ماسپښين د چين صدراعظم لي که چيانګ په برلين کې د جرمني له لومړۍ وزيرې انګيله ميرکل سره د دواړو هېوادونو د حکومتونو د ۵مې دورې سلا مشورو تر مشرۍ وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.

لي که چيانګ خبريالانو ته وويل، چين او جرمني د يادو سلامشورو په پراخو برخو کې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي او د دواړو خواوو ترمنځ د نوې همکارۍ شکل يې جوړ کړی دی. چين به د نوې دورې ورخلاصون کې په دوامداره توګه بازاري چاپېريال ښه کړي او د پوهنې ملکيت حق ساتنه به لا پياوړې کړي. چين د جرمني هر کلی کوي چې د چين د ورخلاصون فرصت په کارولو سره ګټې واخلي. د مالوماتي کېدو او د نوې تکنالوژۍ انقلاب د نوي کېدو په حال کې، بېلا بېلې خواوې بايد د تخنيکي همکارۍ په اړه لا باوري او پرانيستې رويه غوره کړي. چين او جرمني بايد د عملي همکارۍ له لارې دا څرګنده کړي چې دواړه هېوادونه له څواړخيزې او ازادې سوداګرۍ څخه ملاتړ کوي او د ځاني پرمختګ او د نړيوال اقتصاد د بيااحيا لپاره هڅې کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای