CRI Online

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير له خپلې دندې څخه استعفا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-10 10:25:41
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير له خپلې دندې څخه استعفا وکړه

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير بورېس جونسون د جولای په ۹مه نېته د دې هېواد لومړۍ وزيرې تريسا مې ته د خپلې دندې استعفا ليک وړاندې کړ. تريسا مې ور پسې د روغتيايي چارو وزير جيريمی هونت د نوي خارجه وزير په توګه وټاکه.

د روانې مياشتې په ۸مه نېټه له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو چارو وزير ډېويډ ډېويس د دې هېواد له لومړۍ وزيرې تريسا مې سره د دريځ د اختلاف له امله له خپلې دندې ګوښه شو. د خبري رسنيو په قول، په نرم ډول له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په اړه جونسون او ډيويس له تريسا مې سره د نظريو توپيرونه درلود.

نوی خارجه وزير جيريمي هونت له اوکسفورډ پوهنتون څخه فارغ شوی دی. تريشا مې په همدې ورځ اعلان وکړ چې د کلتوري چارو وزير مات هانکوک به د هونت پر ځای د روغتيايي چارو د وزير دنده پر غاړه واخلي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای