CRI Online

د تايلنډ په فوکيت ټاپو کې د بېړيو د ډوبېدو په اړه ژغورونکي کارونه روان دي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-10 10:28:44

د تايلنډ په فوکيت ټاپو کې د بېړيو د ډوبېدو په اړه ژغورونکي کارونه روان دي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په تايلنډ کې د چين لوی سفير لو جيان د جولای په ۹مه نېټه له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې وويل، د چين او تايلنډ په ګډو کوښښونو سره، د تايلنډ په فوکيت ټاپو کې د بېړيو د چپه کېدو او ډوبېدو تر پېښې وروسته د کسانو د ژغورنې، د ټپيانو د درملنې او خپلو کورنيو ته د مړه شويو کسانو د سپارلو کارونه په فعاله توګه روان دي.

لو جيان وويل، د تايلنډ لومړي وزير پرايوت چان اوچا د جولای په ۹مه نېټه د يادې پېښې د ژغورونکو کارونو له لارښوونکي مرکز څخه ليدنه وکړه او په روغتون کې يې د مړه شويو کسانو له کورنيو او د ټپيانو د حال احول پوښتنه وکړه. هغه وويل چې تايلنډ به تر وسې پورې په ګړندي او ښه توګه اړوند کارونه ترسره کړي او د ورته پېښې د پېښېدو مخنيوی به وکړي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د سيلانۍ کارکوونکي او د سيلانيزو بېړيو شرکتونه بايد په جدي توګه د حکومت اخطار مرعات کړي او د نويو تخنيکونو او نويو تجهيزاتو له لارې دې د سيلانيزو چارو امنيتي سويه لوړه کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای