د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فورم د وزيرانو په کچه د ۸مې غونډې پرانيستونکي مراسم د جولای د ۱۰مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې تر سره شول. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د کويټ له امير شيخ صباح الاحمد الجبر الصباح، د ۲۱ عربي هېوادونو خارجه وزيرانو يا نورو وزيرانو او د عرب ليګ له سرمنشي احمد ابوګيت سره په دغو مراسمو کې ګډون وکړ. رئيس شي جين پينګ يوه مهمه وينا وکړه او عربي نړۍ ته يې د تګلارو مهم اعلان وکړ.
د خبر له مخې، رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لوړې کچې ډيزاين، د ډله ييزې همکارۍ د پلانولو او د ياد فورم د ابادۍ لارښوونې په شمول څو مسئلو کې د چين نظريې بيانې کړې، د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په برخه کې يې مهم وړانديز وکړ او د منځني ختيځ په وړاندې د ستونزو د ليرې کولو او د بېلا بېلو خواوو د اړتياوو د پوره کولو په موخه د چين لايحه يې وړاندې کړه.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |