CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فورم د وزيرانو په کچه د اتمې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا يې وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-10 14:58:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فورم د وزيرانو په کچه اتمه غونډه د جولای په لسمه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګدون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه چې عنوان يې و (( په نوې زمانه کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې))، او اعلان يې وکړ چې چين او عربي هېوادونو د هراړخيزې همکارۍ، ګډ پرمختګ او ښې راتلونکې په بڼه د خپلمنځو اړيکو ټينګولو په اړه موافقه وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين له خوا وړاندې شوې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ وړانديز د عربي هېوادونو په شمول د نړيوالې ټولنې پراخ ملاتړ او فعال ګډون تر لاسه کړی. عربي هېوادونه د يو کمربند او يوې لارې د پيوستون او تړلو په سيمه کې پراته دي، نو د يو کمربند او يوې لارې په ګډې ابادۍ کې فطري ګډون کوونکي او همکاران دي. د يو کمربند او يوې لارې د هراړخيزې ابادۍ په رڼا کې به د چين او عربي هېوادونو ترمنځ اړيکې لا ټينګې شي او خپلمنځي همکاري به نوې مرحلې ته داخلې شي. چين غواړي چې له عربي خوا سره د ستراتيژۍ او عملونو په برخو کې همغږي پياوړې کړي، د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي او په ګډه د منځني ختيځ د سولې، ثبات او عدالت په ساتلو او د ګډ پرمختګ په موندلو کې مثبت رول ولوبوي.

د کويټ امير شيخ صباح الاحمد الجابر الصباح، د يادې غونډې د عربي خوا مشر يعنې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجوبير او د عرب ليګ سرمنشي احمد ابوګيت په جلا جلا توګه په پرانيستونکو مراسمو کې ويناوې وکړې. دوی د عربي هېوادونو او چين ترمنځ عنعنوي دوستۍ ته لوړ ارزښت ورکړ او و يې ويل، چې د دواړو خواوو ترمنځ په همکارۍ کې پټ فرصتونه زيات دي، عربي هېوادونه هيله لري چې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې برخه واخلي، او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې او د انساني ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په اړه د رئيس شي جين پينګ د وړانديز او غوښتنې ستاينه يې وکړه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای