CRI Online

د امريکا له خوا د راپور ته شوي تجارتي جګړې په مقابل کې چين دا توان لري چې تر يوې اندازې پورې بيه پرې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-10 15:34:50

هېڅوک به په سوداګريزه جګړه کې بريالی نه شي ، نو د چين او امريکا ترمنځ په سوداګريزه جګړه کې چې پيمانه يې په اقتصادي تاريخ کې تر ټولو لويه ده،دواړه خواوې به هرو مرو زيانمنې شي او خپله بيه به پرې کړي. خو چين مخکې له مخکې له دې جګړې سره د مقابلې لپاره لايحه جوړه کړې وه.

د جولای د نهمې نيټې په شپه د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريزې کشالې د منفي اغيزې د کمولو لپاره د څلورو تدبيرونو اعلان وکړ کوم چې په پر له پسې توګه به پر بېلا بېلو تصديو د دې کشالې د منفي اغيزې ارزونه وکړي،د متقابلو تدبيرونو له لارې به تر لاسه کېدونکي عايدات پر اړوندو تصديو او کارګرو د يادې جګړې د منفي اغيزې د کمولو لپاره وکاروي ،د اړوندو تصديو د وارداتي جوړښت د تنظيمولو لپاره به هڅه کړي او په اغيزمنه توګه د بهرنۍ پانګونې د کارونې او د اقتصاد د لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ د پرمخبيولو په هکله به د دولتي شورا وړانديز پلې کړي ،د تصديو د حقه حقونو ساتنه به پياوړې کړي او د پانګونې لپاره لا ښه چاپيريال به برابر کړي.دا څرګنده ده چې د چين حکومت د يادې جګړې د زيانونو د کمښت لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي. له دې څخه د ننګونو د کنترول لپاره د چين پياوړی توان او له دې جګړې سره د مقابلې لپاره د چيني حکومت صبر او د خلکو ګټو ته د لومړيتوب ور کولو په هکله اداري مفکوره ښکاريږي.

ځينو څېړونکو دېته په اشارې سره وويل چې امريکا د ۳۴ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر واردېدونکو چيني توليداتو باندې ګمرکي ماليات زيات کړی چې له امله به يې ځينې چيني تصدۍ زيانمنې شي او دا به د اړوندو کارکوونکو او ملکيانو پر ژوند اغيزه وکړي.د چين حکومت پر دغو بدو نتيجو ښه پوهيږي، نو تل يې څرګنده کړې ده چې سوداګريزه جګړه نه غواړي.خو اوس چيني حکومت مجبورا له دې جګړې سره مخ شوی ،ځکه امريکا د دغې جګړې نقشه له ډېرو کلونو راپدېخوا په زړه کې ساتلې وه چې موخه يې نه يوازې د تش په نامه سوداګريزه برابري بلکې د چين د عصري تخنيکونو د نوښت ضايعه ده.امريکا اصلا غواړي چې د چين د پرمختګ مخنيوی وکړي او حتی د چين اقتصادي جوړښت او پرمختيايي لار بدله کړي.

د امريکا له سوداګريزې جګړې سره مقابله د چين لپاره يو ستر کار دی چې د هېواد له کليدي ګټو ،د چيني ملت د راتلونکو ګټو او د خلکو له ګټو سره تړاو لري. نو چين مجبورا د دې لپاره ځينې کنترولېدونکې بيه به پرې کړي .

البته ،د هرې ګټې له لاسه ور کول د ګرد چين لپاره کوچنی کار دی ، خو ښايي پر ځينو کسانو يا تصديو ستره اغيزه وکړي.د چين حکومت به هرو مرو د هغې مفکورې په لرلو سره چې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ور کوي،منفي اغيزې کمې کړي .دا د پاملرنې وړ ده چې د چين د ونډو د څار کميټې د جولای په اتمه نېټه اعلان وکړ چې د A ونډو په بازار کې د بهرنيانو په اړه د حسابونو جوړونه به لا اسانه او خلاصه کړي چې دا د چين ټاکلي لوری او لايحه ده او د پانګونې بازار د ورخلاصون د پرمخبيولو لپاره يو مهم ګام هم دی. د پانګونې هغه بازار چې کيفيت يې لوړ دی ، له دې جګړې سره د مقابلې د ملا قوي تير دی .

د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزه جګړه تازه پيل شوې ، نو په راتلونکې کې به ډېر بدلونونه رامنځته شي او اغيزې به يې هم بدلې شي،له دغې جګړې سره د چين لايحه به هرو مرو پر وخت تنظيم شي. په دې هکله د چين د سوداګرۍ وزارت وويل چې د چين حکومت خپل پر له پسې متقابل تدبيرونه بشپړ کړي او په دې برخه کې د بېلا بېلو ټولنو د وړانديزونو هر کلی کوي .

ايا چين په دې جګړه کې د کنترولېدونکې بيې د پرې کولو توان لري او که نه ؟ځواب يې هو او مثبت دی .دا معلومه ده چې چين په نړۍ کې يوازينی هېواد دی چې ټول صنعتي ډولونه لري او د مشتريانو شمېر يې شاوخوا يو مليارډ او څلور سوه مليونه دي.دا معنی لري چې په ستونزمن حال کې د چين اقتصاد لاهم پرمختګ موندلی شي.د دې ترڅنګ د چين ۹۱ سلنه اقتصادي پرمختګ له کورنيو اړتياوو څخه راځي ، خو دا لامهمه ده چې د نوښت په اړه د چيني تصديو شمېر په نړۍ کې دوهم مقام نيولی دی.سربېره پردې چين تل د ټاکلې ستراتيژۍ له مخې ورخلاصون پراخ کړی چې پر چين باندې د نړيوالو باور هم ور سره ټينګ شوی دی.

د دې جګړې پر وړاندې چينايان په دې ښه پوهيږي چې لومړی بايد د هېواد ګټو ته پاملرنه وکړي او بيا به خپلې کورنۍ ګټو ته پام واړوي،نو مونږ غواړو چې له خپل مسئولانه حکومت سره يو ځای د ستونزو د حل او لېرې کولو،د اقتصادي پرمختګ د ساتلو او د ملي سمسورتيا د تر سره کولو لپاره ګډې هڅې وکړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای