د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د تايلنډ د فوکيت ټاپو مشر نورافت پلودتونګ د جولای په ۱۰مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، ژغوروونکو د کب نيوونکو تر مرستې لاندې درې نور جسدونه پيدا کړي او هويتونه يې په بنسټيزه توګه تاييد شوی چې د فوينيکس په نوم د سيلانيزې بېړۍ سيلانيان وو، خو مشخص هويتونه به يې د کورنيو تر کتلو وروسته تاييد شي.
دغه راز په فوکيټ ټاپو کې د بېړيو د ډوبېدو له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۴۵ تنو ته زيات شو چې له دې جملې څخه پکې ۴۴ جسدونه له اوبو څخه راويستل شوي او دوه کسان لا ورک دي. د مالوماتو له مخې، په دغه پېښه کې مړه شوي او ورک کسان ټول چيني سيلانيان دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |