CRI Online

د چين استازي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په شخړو کې د ماشومانو ساتنې ته دې پاملرنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-10 16:06:59
د چين استازي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په شخړو کې د ماشومانو ساتنې ته دې پاملرنه وکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شو د جولای په ۹مه نېټه د ماشومانو او شخړو د مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوه لوړپوړي مباحثوي غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په نظامي شخړو کې د ماشومانو ساتنې ته دې پاملرنه زياته کړي.

ما جاو شو دې ته اشاره وکړه، لومړی، نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې همکارۍ پياوړې کړي او د جنګي ډلو لخوا د ماشومانو د جلبولو، وژلو، ځورولو او تښتولو په شمول د ترهګريزو ډلو له کړو وړو سره دې په کلکه مقابله وکړي. دوهم، نړيواله ټولنه بايد د ښکېلو خواوو ترمنځ دې اور بند ترسره کړي او په ګډه دې د نړيوالې سولې او امنيت وساتي. درېيم، بايد د توان د پرمختګ لپاره دې له اړوندو هېوادونو سره مرستې ترسره شي. څلورم، بايد خپلمنځي همغږي دې پياوړې شي او د ماشومانو د ساتلو لپاره دې نړيوال ګډ ځواک جوړ شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای