د روانې مياشتې په ۱۰مه نېټه د چين ددولت رئيس شي جين پینګ د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د وزيرانو په کچه د ۸مې غونډې د پيل په مراسمو کې ګډون او مهمه وينا وکړه. شي جين پينګ اعلان وکړ چې چين او عربي هېوادونو موافقه کړې چې د هر اړخيزې همکارۍ، ګډ پرمختګ او روښانه رواتلونکې سټراتژيکې دوستانه اړيکې پياوړې کړي. دا د چين او عربي هېوادونو د دوستانه همکارۍ نوی تاريخي پيل بلل کېږي.
چين غواړي له عربي هېوادونو سره سټراتژيک او عملياتي پيستون پياوړی کړي، د يو کمربند او يوې لارې آبادي په ګډه پرمخ يوسي، په منځني ختيځ کې د سولې او ټيکاو، برابرۍ او عدالت ساتونکي، د ګډ پرمختګ هڅونکي او يو له بل سره ښه ملګري واوسي او د چين او عربي هېوادونو د ګډ برخليک داسې ټولنه جوړه کړي چې د بشر د ګډ برخلیک ټولنې د ښيرازۍ لپاره هم خدمتونه وړاندې کړي.
پرمختګ د منځني ختيځ د ځينو اداري ستونزو د حل لپاره مهمه مسئله ده. بېلا بېلې خواوې بايد د همکارۍ په پام کې نيولو سره د ګډو ګټو لپاره کار وکړي، بېلا بېلې انکشافي هڅې سره يو ځای او متقابل امتيازونه سره شريک کړي څو له ګډې سمسورتيا څخه ګټې ترلاسه کړي.
د عربو يو متل وايي چې خبرې پاڼې دي خو عملونه مېوې دي. په چين کې هم يو پخوانی اصطلاح دی چې د دايمي هلو ځلو له لارې پر فلزاتو او ډبرو هم ګلان کښل کېږي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |