چين د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۱۰ مه نېټه په بېجينګ کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فورم د وزيرانو په کچه اتمه غونډه جوړه کړه. دا د چين او عربي هېوادونو تر منځ يوه لويه او ستره غونډه ده. له تېروکلونو راهيسي د چين او عربي هېوادونو تر منځ اړيکې نږدي شوي، نه يوازې د دواړو خواوو تر منځ اقتصادي او سوداګريزي همکاري پياوړې کړې، بلکې د دواړو خواوو تر منځ اړيکې او پېژندنې هم نږدې شوي دي. خو د امريکا او اسلامي هېوادونو تر منځ اړيکې لېري شوي او په منځنې ختيځ کې د امريکا پر ضد احساست زيات شوي دي. د چين او عربي هېوادونو تر منځ اړيکې ولې ورځ په ورځ نږدې شوي؟ تر ټولو مهم لامل دا دی چې چين په ډيپلوماتيکه برخه کې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاس نه وهلو تګلاره ټينګه کړې او لانجې يې سياسي لارې حل کړې.
چين د سوله ييز ګډ ژوند لپاره پنځه اصول وړاندې کړي دي. رئيس شي جين پينګ په تېرو کلونو کې د اسيا د امنيت نظريې او د ګډ برخليک ټولنې په شمول يو لړ نظريې وړاندې کړې او چين د سولې او پرمختګ لاره يې ټينګه کړې.
په ۲۰۰۴ کال کې د چين او عربي هېوادونو تر منځ د همکارۍ فورم جوړ شوی. د دغه فورم د جوړولو له ۱۴ کلونو راهيسې، دواړو خواوو د وزيرانو په کچه ۶ غونډې تر سره کړې او مهمې لاس ته راوړنې يې درلودلې دي.
په اوسنيو حالاتو کې چين بايد او عربي هېوادونه بايد سره يو ځای د تبادلې او همکارۍ لپاره کوښښ وکړي او د ګډو کوښښونو له لارې يوه روښانه او ښکلې راتلونکې جوړه کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |