د جولای له پنځمې تر لسمې نېټې پورې د چين صدراعظم لي که چيانګ له بلغارستان او جرمني څخه رسمي ليدنه وکړه، صوفيه کې يې د چين او د منځني ختيځې اروپا هېوادونو د مشرانو په ملاقات کې ګډون وکړ او په برلين کې يې د چين او جرمني د حکومتونو د پنځم پړاو سلامشورو مشري وکړه.
د چين او د منځني ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ" 16+1 "همکارۍ او د چین او جرمني ترمنځ سلامشورې ټول د چين او اروپا ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژيکو اړيکو مهمې برخې دي. چين او اروپا نه يوازې د اروپا او اسيا وچو دوه لوی اقتصادي ځواکونه دي، بلکې د نړيوال څواړخيزم او د ازادې سوداګرۍ د نړيوال سيستم دوه مهم ساتونکي هم دي.
د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا د دغو دوو قوتونو، دوو بازارونو او دوو تمدنونو ترمنځ د نږدې کولو لپاره ګټوره ده، او د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د نږدېوالي، د خپلو غوره واليو د لوبولو او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره ګټوره ده. په داسې حال کې چې اوسمهال يواړخيزم ، د سوداګرۍ پروټېکشنيزم او د اقتصاد د نړيوال کېدو پرضد يو بهير رامنځ ته شوی، د چين او اروپا د پام وړ ګډې مسئلې او ګډې ګټې ډېرې زياتې شوې دي، نو د دواړو خواوو د بېلابېلو برخوترمنځ متقابلې ګټورې همکارۍ به نړيوال اقتصاد ته کوم چې د سوداګريزې جګړې له ګواښونو سره مخ دی،قوي مثبت ځواک وروبخښي.
په ۲۰۱۲ کال کې پيل شويود چين او د منځني ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ" 16+1 "همکاريو نه يوازې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکو ته ، بلکې د چين او اروپا ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژيو اړيکو ژوروالي ته نوی خوځنده ځواک ورکړی دی.
له ۲۰۱۱کال نه تر ۲۰۱۷ کال پورې د منځني ختيځې اروپا له هېوادونو څخه چين ته د وارداتو منځنی کلنی زياتوالی ۱۰.۳٪ ته رسيدلی چې له چين نه د منځني ختيځې اروپا هېوادونو ته د صادراتو په پرلته ۵.۱٪ ګړندی دی. په ۲۰۱۷ کال کې د منځني ختيځې اروپا له هېوادونو څخه چين ته د وارداتو ارزښت ۱۸ مليارد او ۵۰۰ ملیونه ډالره دي چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۲۴٪ زيات دی.
د مثال په توګه پخوا د هنګري ـ سربيا رېلوې د تخنيکونو د وروسته پاتې والي له امله يوازې څلويښت کيلومتره ساعتنی سرعت لري، ۲۰۱۳ کال هنګري، سربيا او چين د" 16+1 "همکاريو د ميکانيزم له مخې د هنګري ـ سربيا نوې رېلوې د جوړولو پرېکړه وکړه. راتلونکي کې به ښايي دغه نوې رېلوې البانيا،کرواتيا، هيرزګوينا او اسلاونيا ته هم وغځيږي.
اوسمهال د امريکا په مشرۍ پروټېکشنيزم او يواړخيزم ډېر اصطکاکونه او تاوتريخوالی رامنځته کړی . نو چين او اروپا بايد په ګډې هڅې او ټينګه سره د سوداګرۍ له ازاېدو او اسانه کېدو نه ملاتړ وکړي او د نړيوال اقتصاد پرانيستنه او څو اړخيز سوداګريز سيستم دې وساتي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |