د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د تايلنډ د پهوکيت والي نوراپهات پلودتهونګ د جولای په لسمه نېټه د ژغورنې د معلوماتو په اړه يوه خبري ناسته کې وويل، چې د تايلنډ ژغورونکو د ماهيګرانو تر مرستو لاندې نور ۳ جسدونه هم پيدا کړل ، دغه راز تر اوسه پورې د مړو شويو کسانو شمېر ۴۵ تنو ته لوړ شوی او ۲ تنه ورک دي.
نوموړي وويل، د جسدونو د پېدا کېدو له سيمې او نښو څخه دا په اصلي توګه تاييد شوې چې تازه پيدا شوي ۳ جسدونه د فوينيکس په نوم د سيلانيزې بېړۍ سيلانيان وو، مشخص هويتونه يې د خپلوانو له خوا پېژندلو ته اړتيا لري.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |