د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو سرمنشي جينس ستولتنبيرګ، د اروپايي شورا مشر ډونالډ توسک او د اروپايي ټولنې د کميټې له رئيس جيان کلاود جونکير د جولای په لسمه نېټه په بروکسيل کې د ناټو او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ په اړه يوه نوې اعلاميه لاسليک کړه.
په دې اعلاميه کې راغلي چې په ۲۰۱۶ کال کې د اروپايي ټولنې او ناټو مشرانو په وارسا کې د ګډې اعلاميې په لاسليکولو سره خپلمنځي همکاري پياوړې کړې او د اروپا او اتلانتيک سمندر سيمې سوله او ثبات يې ساتلی و. له تېرو دوو کلونو راهيسې دواړو خواوو د مديترانې سمندر د سمندري امنيت، له ګډو جنګي خطرونو سره د مبارزې او د شاو خواوو سيمو د امنيت ساتنې په برخو کې ډېر پرمختګونه تر لاسه کړي دي.
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د اروپايي ټولنې او ناټو ترمنځ د نوې ګډې اعلاميې موخه د همکارۍ د لازم ارزښت بيا څرګندول دي. دواړه خواوې به د نظامي عملونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د کيمياوي، ايکولوژيکو، راډيو اکتيف او اټومي خطرونو د مخنيوي، د ښځو، سولې او امنيت په برخو کې همکاري پياوړې کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |